ايران ٬ ترافيكي پېښه كښې 6 افغانان مړه او 5 نور ټپيان

تهران۔14دسمبر(اے پی پی) د ایران په مرکزي سیمه كښې د یو موټر لارۍ سره د ټکر كېدو له امله 6 افغان تاركين وطن مړه او 5 نور ټپیان شوي دي۔ د فرانسيسي خبري اژانس د ایران د یزد ولایت د بیړنیو خدماتو مشر احمد دهقان حوالې سره وئيلي دي چې دغه پېښه تېره ورځ د یزد مرکزي ښار ته څېرمه په یو بائي پاس هغه وخت رامنځ ته شوه كله چې یو موټر د يوې لارۍ سره ټكر شو۔ د پېښی په نتيجه كښې په موټر كښې ناست د يوې مېرمنې په شمول 6 افغان تاركين وطن مړه او 5 نور ټپيان شول