پېښور ۔14دسمبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا په سركاري سكولونو كښې د استاذانو په 23 زره خالي چوكو د بهرتۍ عمل د روانې دسمبر مياشتې 15 مې نېټې نه پېل كېږي۔ د دې عمل په مهال به په سركاري سكولونو كښې د پی اېس ټی، سی ټی، سی ټی آئی ټی، ټی ټی، پی ای ټی، اے ټی، او ډی اېم په 13967 چوكو نارينه ٬ په 8,757 مېرمنې او د اېس اېس ټيز په 591 چوكو كسان بھرتي كولې شي۔ دا بھرتيانې به د اېجوکیشن ټېسټنګ اېنډ اېویلیو اېشن اتھارټی د لارې كولې شي۔ د ابتدائي او ثانوي تعليم څانګې يوې اعلاميې له مخې د 15 دسمبر څخه به د اي ټي اي اے په وېب پاڼه د كانديدانو د خواستونه آن لائن ترلاسه كېدو عمل پېل شي۔ ټول كانديدان به د ايزي پېسه او جاز كېشن د لارې د خپل كور نه د اي ټي اي اے ټېسټ فيس د خپل موبائل نه جمع كولې شي۔ د صوبې ريجنل هېډكوارټرز په شمول لس لويو ښارونو كښې به كانديدان ټېسټ وركولې شي۔ دې پراجېكټ لپاره خصوصي هاټ لائن جوړ كړې شوې دې۔