د پاكستان قطبي سيمې او په خاص توګه سوات په پاك چين ملګرتيا كښې خصوصي اهميت لري۔ د چائنا اكنامك نېټ رپورټ

بیجنګ۔14دسمبر(اے پی پی) د پاكستان قطبي سيمې او په خاص توګه سوات په پاك چين ملګرتيا كښې خصوصي اهميت لري۔ دا خبره د چين نیوز وېب سائټ چائنا اکنامک نېټ(سی ای اېن) د پاك چين سفارتي اړيكو 70 كلونو بشپړېدو په لړ كښې د چين سنګ ھوا یونیورسټی پاکستان کلچر اېنډ کمیونیکیشن سېنټر تر اهتمام لاندې د آف لائن او آن لائن سيمينار په اړه خپل رپورټ كښې وكړه۔ سیمینار د سوات وداۍ سېل كوؤنكو عكسي نندارتون لپاره شوې وو كومو كښې چې چين كښې د پاكستاني سفارت نمائندګانو ٬ اړوندو پوهانو او د دواړو هېوادونو وګړو ګډون كړې وو۔ په عكسي نندارتون كښې د سوات د پخواني پارليماني غړي عدنان اورنګزېب ډاكومنټري عكسونه هم وړاندې كړې شول۔ هغه په سيمينار كښې آن لائن ګډون هم وكړو او د دواړو هېوادونو ملګرتيا لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه د سنګ هوا یونیورسټی نائب صدر پینګ ګنګ ووئيل پاكستان او چين يو بل سره په تاريخي خپلولو تړلي دي٬ دواړه يو بل سره پخوانۍ سفارتي اړيكې لري۔ 2 زره كاله پخوانۍ شاهراہ رېشم زمونږ د دوه پخوانو تهذيبونو يو بل سره تړلو له د ملګرتيا پل جوړه شوې ده۔ سيمينار ته په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق هم خطاب وكړو۔ هغه ووئيل پاكستان او چين يو بل سره پخواني كلتوري خپلولۍ لري۔ په دې موقعه پاكستان كښې د چين پخواني سفير زهانګ چونګ ژیانګ هم قراقرم هائي وې او د پاكستان قطبي سيمې سره تړلي خپل يادونه بيان كړل۔