د سی ډی ډبلیو پی 2 کنسېپټ کلیئرنس پروپوزلز له وړاندېزونه ، د 52700 ملین روپو خېبر پختونخوا رورل اېکسېسبلټی پراجېکټ او د 5500.100 ملین روپو کے پی کے رورل روډ ډویلپمنټ پراجېکټ شامل

اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) سنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټی (سی ډی ډبلیو پی) د 2 کنسیپټ کلیئرنس پروپوزلز وړاندېزونه وركړې دي په كومو كښې چې د 52700 ملین روپو خېبر پختونخوا رورل ایکسیسبلټی پراجېکټ او د 5500.100 ملین روپو خېبر پختونخوا رورل روډ ډویلپمنټ پراجېکټ شامل دے۔ د سی ډی ډبلیو پی غونډه د ډپټی چیئرمین پلاننګ کمېشن جهانزیب خان په مشرۍ كښې وشوه كومه كښې چې د پلاننګ كمېشن سېکرټری عبدالعزیز عقېلی، د پلاننګ کمېشن او وفاقی وزارتونو ، ډویژنونو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د صوبائي حكومتونو نمائندګانو د وېډيو لنك د لارې خپل ګډون باوري كړو۔ په غونډه كښې د 2 كنسېپټ کلیئرنس وړاندېزونه وړاندې كړې شول۔ د كنسېپټ كليئرنس پروپوزل اولنې وړاندېز د 52700 ملین روپو د خېبر پختونخوا رورل ایکسیسبیلټی پراجېکټ وړکړې شو كوم چې د نړيوال بېنك مالي مرستې سره جوړولې شي او دې سره سره بل وړاندېز د خېبر پختونخوا رورل روډ ډوېلپمنټ پراجیکټ لپاره د 5500.100 ملین روپو منصوبې په اړه هم وركړې شو۔