امريكا د جمهوريت د معيار پرېكړې كولو په پوزيشن كښې نه ده. چينائي سفير لي جمنګ

ډهاكه 14 دسمبر (اے پي پي) په بنګله دېش كښې د چين سفير لي جمنګ وئيلي دي چې امريكا د جمهوريت د معيار پرېكړې كولو په پوزيشن كښې نه ده. د بنګله دېش په انګرېزي ورځپاڼه كښې په خپل يو آرټيكل كښې چينائي سفير وئيلي دي چې امريكا په خپله مشرې كښې د جمهوريت په اړه د مشرانو غونډې د لارې د ځينې هېوادونو راغونډولو هڅه كوي خو په نړۍ كښې ډېر هېوادونه پوښتنه لري چې آيا امريكا د داسې كولو په پوزيشن كښې ده. ده ووئيل چې د ډېرو هېوادونو خيال دے نه خو امريكا نورو لپاره د جهموريت د معيار ټاكنې په پوزيشن كښې ده او نه هغه د نورو څخه په دې اړه د پوښتنې حق لري