واشنګټن 14 دسمبر (اے پي پي) پېنټاګون وئيلي دي چې په افغانستان كښې د اګست په مياشت كښې د امريكې په ډرون بريد كښې د 7 ماشومانو پشمول د 10 وګړو په وژنه به كوم پوځي اهلكار ته سزا نه شي وركولې. د پېنټاګون پرېس سېكرټري جان كربي وئيلي دي چې د دفاع وزير لائيډ آسټن د امريكې د مركزي كمانډ مشر جنرال كېنتھ مېكنزي او د امريكې د خاص آپرېشنز كمانډ لارښود جنرل رچرډ كلارك لخوا د اګست په 29مه نېټه بريد كښې د ككړو كسانو په ضد د كومې انتظامي كارروائې نه كولو د سپارښت منظوري وركړې. د امريكې د دفاع محكمې د ستمبر په مياشت كښې منلې وه چې په افغانستان كښې د امريكې د وتلو په وروستو ورځو كښې د امريكې لخوا ډرون بريد يوه افسوس ناكه غلطي وه چې پكښې د 7 ماشومانو پشمول 10 وګړي وژل شوي وو.