د تركيې وسله والو ځواكونو په قنديل سيمه كښې د عملياتو په مهال 30 وسله وال ووژل

انقره 23 مئي (اے پي پي) د تركيې وسله والو ځواكونو په قنديل كښې د عملياتو په مهال 30 وسله وال وژلي دي۔ د تركيې مېډيا له مخې وسله والو ځواكونو د مئي په 19مه نېټه د عراق په شمالي قنديل سيمه كښې د كرد وسله والې ډلې پي كے كے په ضد د فضائي عملياتو اعلان كړے و۔ د راپور له مخې په فضائي بريد كښې د پي كے كے 30 ترهګر وژل شوي دي۔ د فضائيه كمانډر د دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي