لاګوس 13 دسمبر (اے پي پي) د نائجېريا په شمالي ختيځ بوچي ايالت كښې په لويه لار په ټرافيكي پېښه كښې 16 كسان مړه شوي دي. د ايالت چارواكو په يو بيان كښې وئيلي دي چې پېښه په لويه لار هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو تندرفتار بس او ټرك په خپلو كښې ټكر شول. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په پېښه كښې په بس كښې سواره ټول 16 مسافر په ټكي مړه شوي دي. د ټكر كېدو نه پس په بس اور لګېدلې و.