افغانستان كښې د پوليو مخنيوي كمپائن ٬ 99 لكه كوچنيانو ته به قطرې وركولې شي

کابل۔13دسمبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د ګل په ورځ د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شو۔ دا كمپائن به تر دوه اونيو دوام لري په كوم كښې به چې تر 5 كاله عمر 99 لكه كوچنيانو ته د پوليو نه د بچ كېدو قطرې وركولې شي۔ د كمپائن پرانسته د افغانستان د روغتيا وزارت وكړه۔ د چين خبر رسنې ادارې د افغان روغتيا وزارت بيان حوالې سره وئيلي دي چې دا به د روان كال 2021 تر ټولو ورستې پوليو مهم وي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د روانې اونۍ په مهال به د افغانستان 34 ولايتونو څخه په 21 ولايتونو كښې د پوليو نه د بچ كېدو كمپائن چلولې شي او په راروانه اونۍ كښې به 13 صوبو قندھار، هلمند، نمروز، زابل ،اورزګان، ننګرهار، کنړ، نورستان، غزنی، لغمان، پکتیکا، بلخ او غور كښی تر 5 كالو عمر كوچنيانو ته د پوليو نه د بچ كېدو قطرې وركولې شي۔ بيان كښی وئيلي شوي دي چې د پوليو مخنيوي دا كمپائن د ملګرو ملتونو يونيسف او د روغتيا نړيوالې ادارې تكنيكي او مالي مرستې سره پېل كولې شي