د افغانستان د انصاف وزارت كښې د چین په مالي مرسته د دوو كوهيانو او يو جومات د جوړولو چارې پیل شوې٬ د طالبان حكومت د چين مننه

کابل۔13دسمبر(اے پی پی) د افغانستان د انصاف وزارت كښې د چین په مالي مرسته د دوو كوهيانو او يو جومات د جوړولو چارې پیل شوې۔ په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په دغه پلان د چین مننه کړې ده۔ د چين نړيوالې ادارې له مخې د دې منصوبې پرانسته تېره ورځ د چين او افغانستان چارواكو وكړو۔ په دې موقعه په افغانستان کښې د چين سفير وانګ يو ووئيل چين او افغانستان د غرونو او سيندونو له لارې يو بل سره تړلې نزدې ګاونډيان دي او د دواړو هېوادونو اولس په اوږد مهاله دوستانه تبادلو خوشحاله دي۔ هغه ووئيل د ملګرتيا ٬ خلوص ٬ شريكې ګټې او د شموليت اصولو له مخې چين ټول عمري افغانستان سره د ملګرتيا او همكارۍ په ځائې ساتلو له په سفارتي پالېسۍ كاربند او د يو بل ملاتړ لپاره يو ځائې ولاړ پاتے شوے دے۔ هغه ووئيل چين په افغانستان كښې زر تر زره امن ٬ سكون ٬ خوشحالۍ او ښه ګاونډګيرۍ ته د ودې وركولو هيله لري او دې ته وده وركوي۔ چين موقعو څخه ګټه پورته كولو او ستونزو نه وتلو كښې د افغانستان مرسته كولو له په فعاله توګه كوټلي ګامونه پورته كړي دي۔ د طالبان حكومت وياند ذبيح الله مجاهد د دې منصوبې په عطيه كولو د چين مننه كولو سره ووئيل امارات اسلامي افغانستان په مرسته كولو او افغانستان سره په باور اډانه اړيكې باوري كولو د چين مننه كوي۔ د سرمايه كارو او د سرمايه كارۍ تحفظ باوري كولو سره هغه ووئيل افغان انتظاميه چينائي سفارتكارو او سرمايه كارو ته د امنيت وركولو عزم لري او په مرسته كولو د چين مننه كوي۔ وياند هيله ولرله چې د جنګ ځپلي افغانستان بيا ودانۍ عمل كښې به سيمه ايز هېوادونه چين ٬ اسلامي نړۍ او اروپائي هېوادونو مرسته وكړي۔ په دستوره كښې د افغانستان د انصاف لنډ مهاله وزير شېخ عبد الحاكم شارئي د افغانستان په مرسته كولو د چين مننه وكړه