بيجنګ 12 دسمبر (اے پي پي) د چين په ساحلي ينتائي ښار كښې مال وړونكې جهاز ډوب شوے او په پېښه كښې د عملې 4 كسان مړه او 7 بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ټرانسپورټ وزارت چارواكو وئيلي دي چې په مال وړونكي دې جهاز كښې د عملې 14 غړي سواره وو چې پكښې 7 بې دركه شوي دي. د پېښې په اطلاع د رېسكيو چارې پېل كړې شوې دي.