په يونان كښې 5 لكه 68 زره ماشومان غربت او لوږې سره مخ دي. رپورټ

ايتهنز 12 دسمبر (اے پي پي) په يونان كښې 5 لكه 68 زره ماشومان غربت او لوږې سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د خوراك نړيوال پروګرام او يونيسېف لخوا جاري شوي رپورټ له مخې سره د دې چې يونان د اروپائي اېتلاف هېواد دے، په دې هېواد كښې د ماشومانو د غربت تناسب د نورو غړو هېوادونو په نسبت تر ټولو زيات دے. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په يونان كښې 5 لكه 68 زره ماشومان غربت او لوږې سره مخ دي. د رپورټ له مخې د پناه اخستونكو او غېر قانوني كډوالو ماشومان تعليم ته تر 42 فيصده رسنه لري.