عدن 12 دسمبر (اے پي پي) د يمن په شمالي ختيځ الجوف ولايت كښې مائن سره د ګاډي ټكر كېدو په پېښه كښې 3 كسان مړه او 5 سخت ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې يو ګاډې چې پكښې ځائي خلقو سفر كولو د سړك په بغاړه مائن سره ټكر شو او ناڅاپي يوه چاودنه وشوه چې پكښې ګاډې په مكمل توګه تباه شو او پكښې سواره درې كسان مړه او 5 سخت ژوبل شول. مرستندويه ډلو ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولي دي. د بشري حقونو ډلې وائي چې د دوهم جنګ عظيم نه پس يمن د مائنونو لوي مېدان جوړ شوے.