پېښور 11 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت آئمه كرامو ته د مياشتنۍ وظيفې ادائيګي پېل كړه. د پروګرام له مخې په مجموعي توګه 16 زره آئمه كرامو او د 500 نه زياتو د اقليتونو مذهبي لارښودو ته به مياشتنې وظيفه وركولې شي. د دې نه علاوه د خطيب مياشتنې تنخا د پنځه زره نه زياتېدو سره 21 زرو ته رسول شوې ده.