په يمن كښې په نښتو كښې د القاعده د 13 جنګيالو پشمول 16 تنه وژل شوي

صنعا 23 مئي (اے پي پي) په يمن كښې په نښتو كښې د القاعده د 13 جنګيالو پشمول 16 تنه وژل شوي دي۔ د خبر له مخې دا نښتې د خالي او اتوار په شپه هغه مهال پېل شوې كله چې سركاري پوځ د حضر موت ولايت په المكلا ښار كښې د وسله والو په دوه كورونو چاپه ووهله۔ په نښتو كښې د القاعده 13 جنګيالي او درې پوځي اهلكار وژل شوي دي۔ په نښتو كښې 9 كسان ژوبل شوي هم دي۔ د يادونې وړ ده چې د يمن پوځ تېره مياشت د اتحادي ځواكونو په مرسته المكلا ښار د القاعده څخه بېرته اخيستې و۔