په پاكستان كښې د امنيت كومه مسئله نشته، د غېر ملكيانو تحفظ ته پاكستان پام لرنه كوي. د رېلوے وزير اعظم خان سواتي

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئيلي دي په پاكستان كښې د امنيت كومه مسئله نشته، د غېر ملكيانو تحفظ ته پاكستان پام لرنه كوي ، د وزيراعظم خواهش دے چې په هېواد كښې سېلګري وده ومومي. ده دا خبرې د ګولړه په رېلوے سټېشن د سټيم سفاري ټرېن پرانستې په موقع د ملكي او غېر ملكي سېلګرو په درنښت كښې راجوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده سېلګرو ته ووئيل حكومت او وزيراعظم تاسو ته هركلے وائي، په پاكستان كښې به تاسو ته ډېر كلتورونه تر نظره شي. ده ووئيل اوسني حكومت د سېلګرې پرمختګ لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړي. ده ووئيل په پاكستان كښې 100 كلن پخوانے رېلوے سټېشن هم موجود دے. د دې ځائ خلق ډېر ښه او مېلمه دوسته خلق دي.