ځوانان راوړاندې كول د وزيراعظم عمران خان وژن دے، هم دا ځوانان به د هېواد په زړه پورې څيره رامخې ته كوي۔ د فرخ حبيب په جناح سټيډيم كښې وېنا

APP18-080721 ISLAMABAD: July 09 - Minister of State for Information and Broadcasting Farrukh Habib addressing to participants during closing ceremony of 2nd National Youth Council. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان دا وژن لري چې د هېواد ځوانان دې راوړاندې كړې شي٬ د پاكستان 60 فيصده آبادي د مركزي چوكاټ برخه جوړول د حكومت ترجيح ده٬ هم دا ځوانان به د هېواد په زړه پورې څيره رامخې ته كوي، په کامياب نوجوان پروګرام ټولې كابينې ته مباركي وركوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په جناح سټيډيم كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه. فرخ حبيب ووئيل د تاريخ په لوي ټېلنټ هنټ پروګرام كابينې ته مباركي وړاندې كوم۔ ده ووئيل دا پروګرام 25 زره ځوانانو ته خپل كاروبار پېل كولو كښې مالي او تكنكي معاونت كوي او د كامياب سپورټس پروګرام د لارې ځوانانو ته د خپل صلاحيتونو موقع وركړې شوې ده۔ ده ووئيل چې زلمي كامياب شي نو پاكستان به كامياب شي۔ ده ووئيل د هاكۍ ودې لپاره په قامي كچه پاليسي جوړٶ٬ د پاكستان په ځوانانو كښې د سپورټس جذبه د ليدو ده۔ ده ووئيل هيله لرو چې دا ځوانان به سبا له په نړيواله كچه د پاكستان نمائندګي كوي۔ ده ووئيل وزير اعظم عمران خان فوکس دے چې د هېواد په كچه سپورټس نور نظر انداز كېدو له ورنه كړي۔ ده ووئيل د ځوانانو سباٶن زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دې۔