نړۍ دې د افغانانانو د ستونزو احساس وكړې، افغانستان د انساني بحران څخه بچ كولو ته اړتيا ده، هند د ټوپك په زور، د طاقت په استعمال او د ظلم د لارې كشميريان نه شي زورولې،وزيراعظم عمران خان خطاب

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې نړۍ دې د افغانانانو د ستونزو احساس وكړې، افغانستان د انساني بحران څخه بچ كولو ته اړتيا ده، هند د ټوپك په زور، د طاقت په استعمال او د ظلم د لارې كشميريان نه شي زورولې، آر اېس اېس نظريه لرلو سره هند له كوم بهرني دښمن ته حاجت نشته، وړاندې هم د سرد جنګ څخه نړۍ ته لوئ زيان شوې٬ پاكستان اوس د كوم بلاك برخه نه ګرځي٬ مونږ له به تحقيق ته وده او د تھنك ټينكس د لارې داسې متفقه بيانيه راوړاندې كول وي كومه چې زمونږ د قام ترجماني وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز كښې ” يو امناكه او سوكاله سوئيلي اسياء” په سرخط د كنفرنس افتتاحي سېشن ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم د سيمې او په خاص توګه د افغانستان د صورتحال ذكر كولو سره ووئيل د افغانستان په صورتحال مونږ فكر مند يو، هلته د كورنۍ جګړې اندېښنه وه۔ سوېت جنګ كښې دوه لكهه افغانان مړه شوې ؤ٬ پاكستان له هم د كډوالو بوجھ زغمل ؤ٬ افغانستان كښې دا ځل د تباهۍ اندېښنه وه خو خوش مرغۍ سره داسې ونه شول۔ ده ووئيل افغانستان به د انساني بحران څخه بچ كول وي٬ افغانستان اثاثے منجمد دې، د هغوې د بينكارۍ نظام مفلوج شوې دې، د دې اثرات په افغانانو پريوځي۔ ده ووئيل د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډه راروانه اوونۍ كښې كېږي٬ پاكستان بشپړه ھڅې كوي چې نړۍ ته اوائي چې طالبان خوښوۍ يا نه، د 4 كروړه افغانانو احساس وكړۍ او په دې پوهه شۍ چې كه داسې حالات ؤ نو څه به كېږي۔ امريكا هم په دې پوهه شي چې افغانستان اثاثے منجمد كولو او د هغوې معيشت خرابولو سره انساني بحران پيدا شو نو د دې زيان به د ټولو وي او پاكستان به تر ټولو زيات وځپلې شي۔ ايران كښې هم دا مهال د كډوالو لويه مسئله ده۔ اروپا هم د كډوالو په وجه مسئلو سره مخ دې٫ د افغانستان اولس د 40 كلونو راهسې هر ډول ستونزو سره مخ دې٬ پاكستان به په دغه ستونزې كمولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن زمونږ سباؤن لپاره ضروري دې٬ د مينځني اسياﺀ هېوادونو سره رابطه لرو او د مينځني اسياﺀ ټول هېوادونه د ګوادر د لارې تجارت ته وده وركول غواړې٬ په دې لړ كښې زمونږ لوظنامې هم شوې٬ خپلو كښې شريكو رابطو لپاره افغانستان كښې امن ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل سي پيك پاكستان لپاره لويه موقع ده٬ دې سره به مونږ ټولو ته ګټه وشي۔ ده ووئيل دا مهال حالات د سرد جنګ پلو روان دې او بلاكس جوړېږي، پاكستان د دې بلاكس جوړولو مخنيوې بشپړه هڅې كوي او بايد مونږ د كوم بلاكس برخه ونه جوړېږو٬ وړاندې هم د سرد جنګ له امله لوئ زيان شوې٬ پاكستان نه غواړې چې د تير ځل په شان دا ځل هم د سرد جنګ ښكار شي۔ ايران او سعودي عرب ترمينځه د شخړې حل لپاره هم پاكستان خپل كردار ترسره كوي د كومې چې نور هېوادونه ستائنه كوي۔ وزيراعظم ووئيل امريكې او چين ترمينځه د سرد جنك په اړه فاصلے زياتيږي او مونږ هڅه كوو چې دغه زياتې شوې فاصلې كمې كړو۔ د تجارت مقابله عمر له نړۍ كښې روانه وي خو مونږ غواړو چې حالات هغه پلو لاړ نه شي څه ډول چې د سوويت يونين ،امريكا او لويديزو هېوادونو ترمينځه دې۔ وزيراعظم ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې تر ټولو لويه مسئله د كشمير ده په كوم چې مونږ هند سره د خبرو اترو هڅه كړې، نريندر مودي سره ټيلي فوني خبرې اترې هم شوې خو هغه د پاكستان د اړخه د امن خواهش كمزوري ګڼي۔ وزيراعظم ووئيل هند كښې د آر اېس اېس نظريه لرونكې حكومت دې او يوې داسې نظريئے سره زمونږ مقابله ده ځكه مشكل ده چې زمونږ سره څوك خبرې اترې وكړي٬ څه چې په هند كښې كېږي هغه په كشمير كښې نه بلكه د هند اولس لپاره هم ښه نه دي او دغه د هند د اولس بد مرغي ده٬ هند كښې 50 نه تر 60 كروړه وګړي د دويمې درجې وګړي ګڼلې كېږي۔ انساني تاريخ كښې چرې داسې نه دې شوې٬ د دې به په هند خراب اثرات مرتب شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د موسمي بدلون اثراتو مخنيوې لپاره ښه كار كړې٬ په 2013 كښې خېبر پښتونخوا كښې بلين ټري سونامي منصوبه پيل شوې وه ۔ د هماليه ګليشيئرز د قراقرم د ګليشيئرز نه زيات تندۍ سره ويلي كېږي٬ تېر وخت كښې پاكستان كښې دا مسئله سنجيدګۍ سره نه وه اخستلې شوي۔ پاكستان د موسمي بدلون اثرات تر ټولو زيات ځپليو 10 هېوادونو كښې شامل دې٬ هند كښې هم د دې څخه زيات خراب صورتحال دې٬ پاكستان او هند دواړه په ګډه بايد د موسمي بدلون اثرات مخنيوې له ګامونه پورته كړې٬ موسمي بدلون اثرات مخنيوې لپاره نړيوالو لارښودو كښې سنجيدګي په نظر نه راځي٬ موسمي بدلون منفي اثرات سنګين نتيجې رامخې ته كېږي٬ پاكستان اوس په دې اړه چې كوم هم اقدامات كړې هغه ټولې نړۍ ستائيلې دي٬ زمونږ په سيمه كښې د سياسي اختلافات له امله تجارت هم كم دې او موسمي بدلون اثراتو په اړه هم د يو بل سره تړلې شوې يو٬ زمونږ دا خواهش دې چې د هند حكومت سره په منطق سره خبرو اترو كولو كښې خپلو مسئلو حل راوباسو۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ تر ټولو لويه مسئله د كشمير ده ٬ د كشمير مسئله د ټوپك سره نه بلكه د خبرو اترو د لارې حل كيدې شي٬ د لوئ آبادۍ په ضد څوك هم نه شي كاميابي ترلاسه كولې كه داسې كيدې شوې نو امريكا به په افغانستان كښې كامياب شوې وي ځكه چې د امريكا زيات طاقتور پوځ لري٬ مونږ هيله لرو چې هند كښې يو داسې حكومت راشي چې ورسره خبرو اترو د لارې د كشمير مسئله حل كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل لاهوركښې زياته آلودګي ده خو ډيلي نه تر پنجاب ټوله سيمه كښې آلودګي ده٬ تر څو چې دواړه هېوادونه په ګډه اقدامات ونه كړي په آلودګۍ قابو نه شي موندلې كيدې۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال تحقيق او تھنك ټينكس ته اړتيا ده٬ زمونږ په پوهنتونونو كښې په تحقيق بايد زيات كار وكړې شي۔ ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان لويه اثاثه ده٬ بايد مونږ د هغوې د صلاحيتونو څخه هم استفاده وكړو٬ زمونږ لوئ لوئ اسلامي سكالرز د نړۍ په بيلو هېوادونو كښې شته، بايد مونږ تھنك ټينك جوړولو سره هغوې راجمع كړو او د رايو اتفاق پيدا كړو دغسې چې زمونږ د هېواد يوه داسې بيانيه بهر لاړه شي كومه چې زمونږ د قوم نمائندګي وكړي۔ وزير اعظم ووئيل هېواد كښې انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز په شان تھنك ټينكس ته اړتيا ده ، 1960 لسيزه كښې يو اعليٰ معيار منصوبه بندۍ كمېشن ترمخه هېواد كښې تر ټولو زيات اقتصادي پرمختګ شوې ؤ او د ماليزيا په شان هېوادونو پاكستان خپل رول ماډل ګڼلو خو دې نه پس په دې لړ كښې زمونږ صلاحيت كم شوې۔ د بهر آئيډياز خپله كړې شوې دغسې په ځائې كچه تھنك ټينكس ته پاملرنه نه ده شوې او كله چې د هېواد تھنك ټينكس نه وي نو بيا د بهرني رجحانات غلامان جوړ شي۔هيله لرو چې غير ملكي سكالرز راتللو او په دې اړه وړاندې شوې تجاويز سره به خپل ځان په ښه ډول نړۍ كښې وړاندې كړو٬ پاكستان د اسلام په نامه جوړ شوې او د اسلام حقيقت څه دې، د دې په ښه ډول نړۍ ته وړاندې كولو لپاره به مونږ له تھنك ټينكس ته اړتيا ده۔ افتتاحي سېشن ته خارجه وزير شاه محمود قريشي هم خطاب وكړو