وزيرِ اعظم عمران خان سره د مصر نوموړې كاروباري شخصيت نجيب اُنسي ساويرس‎ ملاقات، د سرمايه كارۍ په موقعو، ټورازم سټي پراجيكټ خبرې اترې

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان سره د مصر نوموړې كاروباري شخصيت نجيب اُنسي ساويرس‎ ملاقات كړې دې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا جارې شوې بيان له مخې نجيب انسي ساويرس د حكومت په كاروبار دوست پاليسيو د باور څرګندونه وكړه او موجوده صورتحال ئې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره زيات موزون وګرځولو۔ ملاقات كښې په پاكستان كښې د سېلګرۍ څانګه كښې سرمايه كارئ په موجود پراخه موقعو او ټورازم سټي ميګا پراجيكټ په اړه خبرې اترې وشوې