د وزير اعظم د اي كامرس خاص مرستيال د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر سره ملاقات

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د ‏وزير اعظم د اي كامرس خاص مرستيال سنېټر عون عباس بپي د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر بابر موسي ٰخيل سره ملاقات كړې۔خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل په ملاقات كښې په بلوچستان كښې اي كامرس ودې ، ځوانانو له د اي كامرس د لارې د تجارت په اړه بنيادي تربيې په حقله په چارو غور شوې۔ ‎