سرکاري ملازمان دې د ګورننس او خدماتو بهترۍ ته پام وكړي، ښه كاركردګۍ او ګورننس لپاره د آئي ټي په مرسته په تندۍ سره پرېكړو كولو ته اړتيا ده۔ د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د نېشنل سکول آف پبلك پاليسي 115م نېشنل منېجمنټ كورس ګډون كوٶنكو ته وېنا

APP64-081221 ISLAMABAD: December 08 - President Dr Arif Alvi in a group photo with the participants of the 115th National Management Course at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په سرکاري ملازمانو زور رواړے دې چې سرکاري ملازمان دې د ګورننس او خدماتو بهترۍ ته پام وكړي، ښه كاركردګۍ او ګورننس لپاره د آئي ټي مرستې سره په تندۍ سره پرېكړو كولو ته اړتيا ده۔ ۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د نېشنل سکول آف پبلك پاليسي 115م نېشنل منېجمنټ كورس ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل اولس سركاري ملازمانو څخه زيات توقعات تړلې دي۔ ده ووئيل سرکاري ملازمان دې د اولس د هيلو له مخې هڅې وكړي٬ د جديد علومو سره سره د كورس ګډون كوٶنكو ترمېنځه د باور او مرستې فضا پېدا كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د جديد انفارمېشن ټيکنالوجۍ ذريعې كارولو د حكومت كاركردګي زياتولو له مرستياله ګرځېدلې شي۔ ده ووئيل د آئي ټي په څانګه كښې د هېواد برآمداتو زياتولو بشپړه صلاحيت موجود دې٬ د مېرمنو مالي خپلواكي٬ په وراثت كښې دوي ته حق وركول باوري كولو لپاره هڅ جاري دي۔ ده ووئيل د مېرمنو هنر مند جوړولو او د دوي مالي شموليت ته پام كولو ته اړتيا ده۔ صدر ووئيل د اي کامرس ودې لپاره د اېميزون په مرسته تربيه وركولو لپاره حكومتي پرېكړه خوشبينه ده۔ صدر مملکت ووئيل زياتېدونكي آبادي د هېواد په مسئلو زيات فشار اچوي، د زياتېدونكې آبادۍ د مضمراتو په اړه شعور بېدارولو لپاره د علمائے كرامو او ميډيا مرسته ضروري ده، د ميډيا او اېل اېچ وي د لارې د صحت د بېلا بېلو چېلنجونو په اړه شعور بېدارول ضرورې دي۔ صدر مملکت ګډون كوٶنكي د پارلمان د ډيجيټلائزيشن او په ايوان صدر كښې د اي ګورننس په اړه هم خبر كړل۔ په دې موقع د اېن اېس پي پي رېكټر ډاکټر اعجاز منير د كورس په مقاصدو رڼا واچوله