ياٶندے 08 دسمبر (اے پي پي) په كېمرون كښې د شپونكو او كب نيوونكو ترمېنځه په نښتو كښې د مړو كسانو شمېره 19 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې دا نښتې په اوبو او د زمكې په لانجه شوې دي. دوي په يو بل د چاړو او نورو الاتو د لارې بريدونه كړي دي. په نښتو كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي هم دي. د كېمرو په شمالي لرې پرتو سيمو كښې د نسلي تاٶ تريخوالې پېښې زياتره رامېنځ ته كېږي.