په افغانستان كښې انساني الميه ورځ تر بله مخ په زياتېدو ده، د او آئي سي خارجه وزيرانو په كانفرنس كښې به د افغانستان صورتحال ته پام كولې شي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سعودي سفارت تر سيوري لاندې جوړې شوې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيړ چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په افغانستان كښې انساني الميه ورځ تر بله مخ په زياتېدو ده، د سخت ساړه په موسم كښې د افغانستان خلق بدتره انساني بحران سره مخ دي، د دسمبر په 19مه نېټه د او آئي سي خارجه وزيرانو په كانفرنس كښې به د افغانستان صورتحال ته پام كولې شي، زمونږ هڅه ده چې د سعودي پشمول نورو وروڼو هېوادونو سره په ګډه داسې مېكانزم تشكيل كړے شي چې د لارې ئې د افغانستان د خلقو مرسته وكړې شي. ده دا خبرې د سعودي سفارت تر سيوري لاندې جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د افغانستان هر ډول ممكنه مرسته كوي، مونږ دوه لكه 50 زره مېټرك ټن غنم افغانستان ته وركوو، پاكستان د افغانستان څخه په راتلونكو 40 څيزونو ډيوټي ختم كړے، دې اقدام سره به د افغانستان كاروباري خلق په خپلو پښو ودرېدو كښې مرسته شي. ده ووئيل چېد او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډه به په بنيادي توګه غېر سياسي غونډه وي چې پكښې به يوازې د افغانستان د انساني همدردۍ په بنياد مرستې كولو ته پام كولې شي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې زمونږ خواهش دے چې نړۍ د افغانستان مرستې لپاره په ګډه كار وكړي، په افغانستان كښې پېدا كېدونكې بحران شدت اختيارولې شي. ده ووئيل چې ” دي اكانومسټ ” تېره مياشت په خپل رپورفټ كښې په افغانستان كښې د انساني الميې ذكر كړے كومه چې د يمن، سوريې او عراق نه لويه كېدې شي، په داسې صورتحال كښې بايد مونږ د افغانستان د اولس مرستې ته پام وكړو. ده ووئيل چې مونږ په سياست بيا هم خبرې كولې شي خو په افغانستان كښې د پېدا كېدونكې انساني الميې په اړه تاخير نه شو كولې. وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان تل په افغانستان كښې د امن خبره كړې ده، زمونږ حكومت په افغانستان كښې امن لپاره هڅې كوي. ده ووئيل چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كانفرنس به د كال 1980م نه پس د پاكستان د خارجه چارو تر ټولو لويه دستوره وي چې پكښې به د 27 هېوادونو خارجه وزيران ګډون كوي او پكښې به د 84 هېوادونو استازيتوب وي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې سعودي سره زمونږ د ورورولې اړيكې د پاكستان جوړېدو نه وړاندې دي، كله چې په كال 1946م كښې د سعودي باچا عبدالعزيز كراچې ته راغلے و نو د آل انډيا مسلم ليګ مشرتابه ئې تود هركلې كړے و چې پكښې ارواښاد اېم اے اېچ اصفهاني هم شامل و.