په امريكا كښې د 5.8 شدت زلزله راغلې

واشنګټن 08 دسمبر (اے پي پي) د امريكې په اوريګون ايالت كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې جيالوجيكل سروے وئيلي دي چې د شورو په سهار د اوريګون يالت په ساحلي سيمو كښې دزلزله جړقونه محسوس شوي دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.8 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز په زمكه كښې 10.0 كلوميټره ژور ښودل شوے. په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې.