دبئي اېكسپو كښې د خېبر پښتونخوا ګډون لپاره لوظنامه لاسليك وشوه

پېښور 07 دسمبر (اے پي پي) په دبئي كښې په روان اېكسپو كښې د خېبر پښتونخوا ګډون لپاره د سرمايه كارې بورډ، بېنك آف خېبر، سيپائر ګروپ، آئي اېف سي﴿ورلډ بنك ګروپ﴾ او بېسټ وے سېمنټ ترمېنځه د شركت لوظنامه لاسليك شوې. د لاسليك دستوره د خېبر پښتونخوا اېډيشنل چيف سېكرټري شهاب علي شاه په مشرې كښې وشوه چې پكښې د اړوندو ادارو استازو لوظنامه لاسليك كړه.