د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د ټرانسپورټ سېكرټري منظور احمد د مور په مړينه خواشيني وښودله

پېښور 07 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د ټرانسپورټ سېكرټري منظور احمد د مور په مړينه خواشيني ښودلې ٬ ده د غمرازې په پېغام كښې وزيراعلٰی غم جنې كورنۍ سره غمرازي وكړه او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې حق رسېدلې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.