سيالکوټ كښې د مذهب په نامه ظلم كوٶنكي به نه پرېږدو٬ بيا لپاره به د داسې پېښو لاره نيولې شي۔ د وزيراعظم عمران خان د آنجهاني پريانتھا کمارا په ياد كښې د غمرازۍ رېفرنس ته وېنا

APP69-071221 ISLAMABAD: December 07 - Prime Minister Imran Khan laying a floral wreath in respect of late Priyantha Kumara Diyawadana. APP

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي سيالکوټ كښې د مذهب په نامه ظلم كوٶنكي به نه پرېږدو٬ بيا لپاره به د داسې پېښو لاره نيولې شي، نبيكريم ۖ د ټول انسانيت لپاره د رحمت په توګه راغلے٬ اسلام په توره نه بلكې په يو فكري انقلاب خپور شوے٬ د عشق رسولۖثابتولو بهترين طريقه د محمدۖ په ښودلې لاره عمل كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آنجهاني پريانتھا کمارا پهياد كښې د نهې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د غمرازۍ ريفرنس او د پريانتھا کمارا ځان بچ كوٶنكي لپاره د جرات او بهادرۍ څرګندونه كونكي ملك عدنان ته د توصيفي سند وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن، حماد اظهر، غلام سرور خان، شيريں مزاري، وزير مملکت فرخ حبيب، زرتاج ګل، د وزيراعظم خاص مرستيال شهباز ګل، د وزيراعظم خاص نمائنده طاهر اشرفي او د سري لنکا هائي کمشنر موهن وجے وکرما نه علاوه د پريانتھا کماراد بچ كولو هڅه كونكي ملك عدنان هم ګډون كولو ۔ په دستوره كښې ملك عدنان ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره جوړ كړے شوے خاص دستاوېزي فلم هم وښودلے شو او وزيراعظم عمران خان ملك عدنان ته اعزازي سند وركړو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د سيالكوټ پېښه شرمناك او د افسوس وړ ده خو مونږ په ملك عدنان وياړ لرو چا چې د سري لنكا وګړي ځان بچ كولو لپاره خپل ځان په خطر كښې اچولے او د جرات او بهادرۍ مثال ئې جوړ كړے، د داسې رول ماډل ضرورت دے٬ ده ووئېل ملك عدنان په دغه ګڼه كښې يو داسې كس ٶ څوك چې د حق په لاره كښې د حېوانانو په وړاندې ولاړ ٶ، زه هيله لرم چې ځوانان به دا خپل رول ماډل جوړ كړي۔ وزيراعظم ووئيل اخلاقي طاقت د جسماني قوت نه زيات طاقتور وي۔ وزيراعظم اعلان وكړو كومو خلقو چې دين استعمال كړے٬ په خاص توګه د رحمة للعالمينۖ په نامه ئې ظلم كړے٬ هغوي به نه پرېږدو۔ ده ووئيل لوي څښتن محمدۖ ټول انسانيت لپاره د رحمت په توګه رالېږلے، محمدۖ پخپل مېنځ كښې جنګ كوونكي عرب كورنۍ يو موټې كړي ٬ ده ووئېل اسلام په توره نه دے خپور شوے بلكې دا يو فكري انقلاب ٶ٬ كوم چې نبي كريم محمدۖ راوستے، ده ووئېل په 10 كالو كښې يواځې څوارلس سوه كسان مړه شوي او مسلمانان په ټول عرب خپاره شوي، د نبي كريم محمدۖ پېغام په انسانيت او انصاف آډانه ٶ ٬ دا دوه صفتونه انسانان د ځناورو نه ممتاز كوي، په انساني معاشره كښې انصاف وي او د بې وسو خيال ساتلے شي خو په حېواني معاشره كښې يواځې طاقتور د ژوند حق لري۔ وزيراعظم ووئيل نبي كريم محمدۖ د ټولنې د بې وسه طبقو ذمه واري اغستې ، دوي ئې راپورته ته كړي او انصاف ئې قائم كړے، نن د محمدعربيۖ په نام كارولو ځېنې خلق انسانان قتلوي، د توهينپه تور خلق په نخښه كوي، د نړۍ په يوه ټولنه كښې داسې نه كېږي چې تور لګونكے دې هم پخپله جج شي او پرېكړه وكړي او د انصاف تقاضې ترسره نه كړي۔ وزيراعظم ووئيل څنګه چې د اے پي اېس پېښې نه پس ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټے شوے ٶ٬ دغسې د سيالكوټ پېښې نه پس نن ټول پاكستان پرېكړه كړې چې مونږ به بيا لپاره په هېواد كښې د دغسې پېښومخه نيسوو۔ وزيراعظم د سيالکوټ بزنس کميونټۍ لخوا د آنجهاني پريانتھا کمارا كورنۍ لپاره د يو لك ډالرو جمع كولو او عمر له د هغوي د پالنې اعلان وساتلو۔ وزيراعظم ووئيل ټول پاكستانے قام د نبي كريم محمدۖ سره عشق لري او د دې د اظهار طريقه دا ده چې مونږ د محمدۖ په ښودلې لاره عمل وكړو، ده ووئېل د عشق رسولۖتقاضادا ده چې د محمدۖ په تعليمات عمل وكړو، مونږ رحمت اللعالمين اتھارټي جوړه كړې دغسې چې د نبي کريمۖ د حقيقي تعليمات نه ټولنه خبر شي، ده ووئېل نبي کريمۖ په ټولو انسانانو كښې عظيم دے او غېر مسلم هم د محمدۖ عظمت تسليموي۔ وزيراعظم ووئيل حضرت محمدۖ د جنګ په مهال د كلمه لوستونكې كس په قتل د ناراضګۍ څرګندونه كړې۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د اسلام په نامه جوړېدونكے يواځنے هېواد دے٬ د سيالکوټغوندې پېښې څخه 90 لكه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان هم شرمنده شوي،په دا ډول پېښو خلق د اسلام نه لرې كېږي او د هېواد نامه هم بدنامېږي۔ وزيراعظمووئيل ګڼې چې كوم طرز عمل خپل كړے د ھغه په ليدو راته تكليف رارسېدلې خو د ملك عدنان له امله زمونږ په انسانيت اعتبار زيات شوے۔ دغسې وزيراعظم ملك عدنان ته په 23م مارچ د تمغه شجاعت وركولو اعلان وكړو۔ وزيراعظم ووئيل هند كښې د بي جے پي واكمن مسلمانانو سره ناروا سلوك كوي چې پرې مونږ ته ډېر تكليف رسيږي ، دا پېښه هند زياته پورته كړې او دا پېښه د پاكستان د بدنامۍ سبب جوړ شوې ، بيا لپاره به څوك داسې كولو ته پرې نه ږدو۔ د دې نه وړاندې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل وزيراعظم عمران خان ملك عدنان ته د جرات او بهادرۍ په اعتراف كښې توصيفي سند وركړے