
ملګري ملتونه ۔7دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ٬ چې په ملګرو ملتونو کښې تر ټولو زياته نمائندګي لرونكې اداره ده٬ د افغانستان او میانمار د استازو په ضد د كارروائۍ ځنډولو پرېكړه كړې ده۔ د عمومي اسمبلۍ د دې پرېكړې لمخې د دواړو هېوادونو موجوده استازي به د خپلو خپلو هېوادونو نمائندګي كوي۔ د افغانستان موجوده استازې غلام اېم اسحاق زئي افغان حكومت په اګست كښې د طالبانو حكومت نه وړاندې او د ميانمار موجوده استازې كياو موئے تون د ميانمار حكومت د پوځ په اقتدار د قبضې نه وړاندې غوره كړې وو۔ په دې ورستيو کښې عمومي اسمبلۍ د خپلې اسناد كمېټۍ رپورټ د ووټ نه غېر منظور كولو قرارداد منظور كړو۔ د اسناد كمېټۍ رپورټ وړاندې كړو چې د عمومي اسمبلۍ په روانه غونډه كښې د افغانستان او ميانمار نمائندګۍ په اړه دوه متضادې چيټۍ شوي دي۔ د اسناد كمېټۍ چيئرمېن وړاندېز وركړو چې كمېټي دې د ميانمار او د افغانستان نمائندګانو سره په اړوند اسنادو خپله پرېكړه د عمومي اسمبلۍ تر 76 مې غونډې وځنډوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسناد كمېټي په نهه هېوادونو مشتمل ده كومو كښې چې بهاماس ٬ بھوټان ٬ چلي ٬چين ٬ نميبيا ٬ روس ٬ سېراليون ٬ سويډن او امريكا شامل ده۔