د پاكستان معاشي اشارې او د زر مبادله پنګې مستحكم دي٬ هيله لرؤ چې د روان كال ترپايې به معاشي پرمختګ د تېر كال په مقابله كښې زيات وي ٬ وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد۔7دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاکستان اقتصادي اشاريې او د زرمبادله پنكې مستحکم دي، هيله ده چې د روان مالي کال تر پايې به اقتصادي پرمختګ د تېر كال په مقابله كښې زيات وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په خپله مشرۍ كښې د مېكرو اكنامك مشاورتي ګروپ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډې ته د روان معاشي او اقتصادي صورتحال ٬ په مېكرو اكنامك انډيكېټرز كښې د پرله پسې ښه والي ٬ د هېواد معيشت لا مستحكم كېدو ٬ د بشپړې منصوبه بندۍ او په نړيواله كچه د زياتې شويو بيعو باوجود د معاشي پرمختګ شرح زياتولو او تلپاتې جوړولو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې د تېرو حكومتونو لخوا په رامنځته شوي اقتصادي بحران او د كورونا وائرس وبا په سبب په رامخې ته شويو ستونزو قابو موندلو له د غوره اقتصادي پالېسو په معارفي او عملي كولو د پاكستان ستائنه شوې ده۔ د کورونا وائرس وبا په مهال نړۍ چې كوم وخت اقتصادي ستونزو سره مخ وه، د حکومت د غوره تګلارې له امله د اقتصادي ودې کچه 3.9 فيصده پاتې شوې وه۔ د روان مالي كال ترپايې د پاكستان د معاشي ودې په شرح كښې د تېر كال په مقابله كښې د يو فيصد لا زياتوالي رامخې ته كېدو امكان دے۔ بريفنګ کښې ووئيلې شو چې د ملكي زرمبادله پنګې مستحكم دي۔ د توان په څانګه كښې د اصلاحاتو له امله په ګرځنده قرضو كښې كمې رامخې ته شوې دې۔ ریونیو 35 فيصده زياته شوې ٬ د ټېكس په مد كښې 32 فيصده اضافه شوې ٬ دغسې برآمدات زيات شوي او په لويه كچه د صنعت په پېداوار او وېليو اېډيشن كښې زياتوالې هم خوشبينه دې۔ دې سره سره په نړيواله كچه د تېلو په نرخونو كښې د ممكنه كمي له كبله اولس ته اولس ته د ريليف وركولو په اړه هم غونډې ته بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د پاکستان معاشي اشارې او د زرمبادله پنګې مستحكم دي۔ حکومت نه یوازې د پخواني حکومت څخه په میراث کښې د پاتې شويو اقتصادي بحرانونو بلکې د کورونا وائرس ناروغۍ له امله د رامینځته شويو اقتصادي ستونزو هم په ښه ډول مقابله وكړه۔ وزيراعظم ووئيل اوس معيشت د تلپاتي پرمختګ په لوري روان دے٬ په لویه كچه د صنعت پېداوار په وېليو اېډيشن٬ رېونيو او برآمدات كښې زياتوالې دا په ډاګه كوي چې حكومتي معاشي پالېسۍ په سم لوري روانې دي۔ وزيراعظم هيله ولرله چې د روان مالي كال تر پايې به معاشي وده د تېر كال په مقابله كښې لا زياته شي۔ وزيراعظم د معاشي ګروپ غړو د وړاندېزونو هركلې وكړو او هدايت ئې وكړو چې معاشي ريليف دې زر تر زره اولس ته رسولو له ګامونه پورته كړې شي۔ په غونډه كښې د خزانې صلاحكار شوكت فياض ترين، د توان وفاقي وزير حماد اظهر، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر، ډاكټر راشد امجد، ډاكټر سيد سلمان شاه، ثاقب شېراني، ډاكټر اشفاق حسن خان ٬ د خزانې اقتصادي صلاحكار ٬ اړوندو چارو ګډون وكړو۔ دې سره سره ډاكټر عشرت حسېن، سيد سليم رضا، ډاكټر اعجاز نبي، ډاكټر عابد قيوم سلهري. او ډاکټر ندیم الحق د ویډیو لېنک له لارې په غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔