د لكھونو خلكو ژوند او معاش بچ كولو له پرله پسې مرستې ته اړتيا ده٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔7 دسمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي په افغانستان کښې د لكھونو خلكو ژوند او معاش بچ كولو له پرله پسې مرستې ته اړتيا ده۔ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (او سي اېچ اے) وئيلي چې ملګرو ملتونو او د دې همكارانو په افغانستان كښې د يخنۍ موسم په مهال د مرستې سامان رسولو لړۍ پېل كړې ده۔ او سي اېچ اے وئيلي چې تېره اونۍ په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کښې څه باندې 81 زره کسانو د مرستې سامان ترلاسه كړو او نزدې 284500 كسانو ته خواركي توكي او د پكتيا او كابل په شمول په نورو ولاياتونو كښې نزدې 46 زره خلكو ته نغدې پېسې وركړې شوي دي