مصباح الحق او یونس خان په ښه ډول خپل ټېسټ كېريئر تر سره كړے٬ دا موقعه خوش بخته لوبغاړو ته ترلاسه كېږي۔د پخوانو كركټرانو خبرې

لاهور 15 مئي (اے پي پي) د پخوانو كركټرانو او د پي سي بي چارواكو يونس خان او مصباح الحق ته پېروزنئې وړاندې كولو سره وئيلي دي مصباح الحق او یونس خان په ښه ډول خپل ټېسټ كېريئر تر سره كړے دے ٬ كومه چې خوش بخته لوبغاړو ته ترلاسه كېږي۔دوي ووئيل مصباح الحق خپله كپتانۍ كښې وېسټ اېډيز ته په وړومبي ځل په هېواد دننه ماتې وركولو سره لويه …

لاهور 15 مئي (اے پي پي) د پخوانو كركټرانو او د پي سي بي چارواكو يونس خان او مصباح الحق ته پېروزنئې وړاندې كولو سره وئيلي دي مصباح الحق او یونس خان په ښه ډول خپل ټېسټ كېريئر تر سره كړے دے ٬ كومه چې خوش بخته لوبغاړو ته ترلاسه كېږي۔دوي ووئيل مصباح الحق خپله كپتانۍ كښې وېسټ اېډيز ته په وړومبي ځل په هېواد دننه ماتې وركولو سره لويه كارنامه ترلاسه كړې۔دوي ووئيل د پاکستان كركټ لوبډلې وېسټ اېډيز ته ماتې وركولو سره تاريخ رقم كړې او مصباح الحق او يونس خان الوداعي مېچ يادګاري كړې۔ دوي ووئيل پاكستان كركټ بورډ له د دواړو عظيمو لوبغاړو خدماتو نه ګټه پورته كول پكار دي او دوي ته په پي سي بي كښې مهمې چوكۍ وركول پكار دي۔ دوي ووئيل د دواړو لوبغاړو به تل تر تله كمې محسوسېږي۔

مزید خبریں