د دهلي په تهاړ زاندان كښې 15 كاله بنديوان پاتې شوې كشميرې حريت لارښود انجينئر فاروق په حق ورسېد ٬ د حريت لارښودو غمرازي

سرینګر۔6دسمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي كشمير كښې حريت لارښود انجينئر فاروق احمد خان په سوپور كښې په حق رسېدلې دې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې انجينئر فاروق په سوپور سيمه كښې د زړه حركت بندېدو له امله په حق ورسېد۔ د مقبوضه جموں وكشمير هائي كورټ بار اېسوسي اېشن جنرل سكرېټري جي اېن شاهين ٬ د مسلم ليګ لنډ مهاله چيئرمېن عبد الاحد پره او د مسلم كانفرنس چيئرمېن شبير احمد ډار ارواښاد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل چې انجيئر فاروق يو عظيم انسان وو كوم چې تل يو مقدس مشن ته وده وركولو او د خپل وطن آزادۍ لپاره سټرې كولې۔ انجینئر فاروق 15 كاله نه زياتې مودې لپاره په تهاړ زندان كښې بنديوان ساتلې شوې وو۔ حريت لارښودو د انجینئر فاروق احمد خان لپاره د بخښنې دعا وكړه او غمجنې كورنۍ سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ انجینئر فاروق احمد خان د ضلع اسلام آباد جنګلات منډي سره تعلق لرلو ٬ هغه د ډېموكرېټك فريډم پارټۍ غړې وو او په سوپور كښې به ئې كاروبار كولو۔