كورنيو چارو لپاره د بلوچستان صلاحكار مير ضياﺀ الله ګوادر ته ورسېد

كوئټه 03دسمبر(اے پی پی) كورنيو چارو لپاره د بلوچستان صلاحكار مير ضياﺀ الله ګوادر ته رسېدلې۔د ګوادر ډپټي كمشنر كېپتڼ(ر)جميل احمد بلوچ او د ګوادر اېس اېس پي طارق الهي مستوئي د ضياﺀالله لانګو هركلے وكړو۔ د كورنيو چارو صلاحكار به په ګوادر كښې د ډپټي كمشنر په دفتر كښې د غونډې مشري كوي۔ د كورنيو چارو صلاحكار ته د امنيتي وضعې پشمول په ګوادر كښې د روانې دهرنې په اړه هم بريفنګ وركړې شو