واشنګټن 03دسمبر(اے پی پی)د امريكې صدر جوبائيډن د كورونا وائرس نوې قسم اومي كرون څخه بچ كېدو لپاره نوې اقدامات اعلان كړي۔جوبائيډن نېشنل انسټي ټيوټ آف هېلتھ كښې په يو تقرير كښې ووئيل چې اومي كرون تر نظر ساتلو سره نوې منصوبه جوړه شوې چې پكښې لاك ډاؤن نه بلكه په پراخا توګه ويكسي نېشن٬بوسټر ډوز او ټېسټنګ شامل دي۔ده ووئيل د دې اقداماتو ترمخه وګړي محفوظ ساتلو سره به سكولونه او كاروبار پرانستې وي دغسې په هېواد كښې به ويكسي نېشن عمل زياتولې شي۔ټول راتلونكو نړيوالو مسافرو لپاره د كووېډ ټېسټنګ پروټوكول سختول شامل دي۔د دې څخه وړاندې جوبائيډن د جنوبي افريقيې او نورو 7 هېوادونو څخه په مزل د بندېزونو اعلان كړې۔