موغاديشو 03دسمبر(اے پی پی)د صوماليه سوئېلي ښار كسمايو په خوا كښې د مائن چاودنې په نتيجه كښې څلور كسان مړه شوې دي۔د چين خبر رسنې ادارې د ځايې پوليس په اړه ووئيل چې دا چاودنه تېره ورځ د بولا حاجي سيمه كښې قحط ځپليو سيمو كښې مېشته كورنيو لپاره اوبه وړونكې ټرك د مائن سره په ټكر شوې چې په نتيجه كښې يې څلور كسان په ټكي مړه شوې دي۔پوليس ووئيل دا مائن د الشباب عسكريت خوښو په ځاې كړې و۔د صوماليه نېشنل آرمي خاص ډلې په اوسنو كښې د الشباب ترهه ګرو څخه په بولا حاجي كنټرول ترلاسه كړې۔د دې چاودنې ذمه واري تر دې دمه كومې ډلې قبوله كړې نه ده۔