پېنډۍ ۔2دسمبر(اے پی پی)د پاك پوځ حوالدار محمد شفيق په يو اېن مشن كښې د وظيفې ترسره كولو په مهال شهيد شو۔ د آئی اېس پی آر لمخې حوالدارمحمد شفیق په سنټرل افریقن ریپبلک كښې د خذمات ترسره كولو په مهال شهيد شوے وو۔ د حوالدار محمد شفیق د جنازې لمونځ په مياں چنوں كښې ادا كړې شو۔ د آئي اېس پي آر لمخې شهيد بشپړه پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلې شو۔ حوالدار محمد شفیق فروری 2021 كښې په امن مشن كښې شامل شوے وو۔ دا خبره دې ياده وي چې تر دې دمه 162 پاکستانيانو د ملګرو ملتونو امن ډلو كښې د نړيوال امن او استحكام مشن لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي۔ حوالدار محمد شفیق په پسماندګانو كښې كورودانې او درې زامن پرېښودلې دي۔