کابل 02 دسمبر (اے پي پي) د امارت اسلامي افغانستان وياند او ملګرو ملتونو لپاره نومولي استازي سهيل شاهين وئيلي دي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان چوكۍ دا مهال نوې حکومت له د نه وركولو پريكړه د افغانانو څخه جائز حقونه د اخستو مترادف ده ۔ ده په خپل يو ټويټ كښې ووئيل د ملګرو ملتونو دا پريكړه په قانوني اصولو او انصاف اډانه نه ده۔د طالبانو وياند ووئيل ملګرو ملتونو د افغانانو څخه جائز حقونه اخستې دي۔سهيل شاهين ووئيل هيله لرو چې ملګري ملتونه به نزدې سباؤن كښې دا حق د افغانستان حکومت نمائنده له وركړي دغسې چې مونږ د افغانستان د اولس مسئلې په ښه ډول حل كولو او نړۍ سره د مثبتو رابطو برقرار ساتلو جوګه شو