کابل 02 دسمبر(اے پي پي) د افغانستان لنډ مهاله ايئر فورس كمانډر مولوي امين الدين منصور په تېر افغان حكومت كښې وظيفه ترسره كوؤنكو پائيلوټانو ته خواست كړې دې چې هغوي دې بېرته راشي او موجوده ايئرفورس دې جوائن كړي۔ هغه دا خبره د افغانستان په مزار شريف ښار كښې شوي فوځي مشق كښې وكړه۔ هغه ووئيل مونږ به ډېر زر د هېواد ټولو ايئرپورټس څخه معلومات جمع كړو چې څومره الوتكې سمې دي او څومره بېكاره دي او څومره پائيلوټان په كار كولو كښې خوښي لري او څومره نه لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دروان كال په اګست مياشت كښې د امريكائي پوځ وتلو او د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه وروستو د افغان ايئر فورس د سوؤنو په شمېر اهلكارو ٬ پائيلوټانو او ټېكنيشنز افغانستان پرېښودلې وو