کابل 02 دسمبر (اے پي پي) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان د لويديځ نمروز ولايت او ايران ترمنځ په پوله د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته تاييد کړه او پېښه يې د غلط فهمۍ سبب وګرځوله۔ د چین خبري اژانس د رسنیو د راپورونو په حواله وئیلي چې د افغان-ایران پولې ته نزدې د ایراني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې دواړو لورو دا د غلط فهمۍ نتيجه ګرځولې ده۔ د راپور له مخې نښته ودرېدلې ده ٬ حالات د معمول لمخې دي او د كوم ځاني زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په یو ټویټ کښې وئيلي چې د نمروز ولایت د كنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کښې د افغان او ایراني ځواکونو تر منځ د نښتې ستونزه په ځائي كچه د غلط فهمو د لاسه رامخې ته شوې كومه چې هواره كړې شوې ده۔ هغه ووئيل د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په راتلونکي کې د دا ډول پیښو د تکرار مخنیوي له ضروري هدايات جاري كړې دي۔