نائيجيريا كښې د كشتۍ ډوبېدو پېښه – د مړو شمېره 29 ته ورسېده

ابوجا۔2دسمبر(اے پی پی) نائیجیریا كښې د بېړۍ ډوبېدو پېښې په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 29 ته رسېدلې ده۔ د ترك ابلاغ ذريعو لمخې په كانو ولايت كښې د 42 تنو ګنجائش لرونكې كشتۍ كښې 50 نه زياتو كسانو سفر كولو په كومو كښې چې زياتره زده كوؤنكي وو٬ د اوورلوډنګ له امله كشتۍ د كانو ولايت په بداوندي سيمه كښې اپوټه كېدو سره ډوبه شوه۔ د پېښې په نتيجه كښی د مړو شويو شمېره 29 ته رسېدلې ده۔ د كانو سټېټ پوليس كمان وياند كياوا ووئيل چې تېره ورځ په بګوائي در ياب كښې د كشتۍ ډوبېدو پېښه كښې د ډوب شويو كسانو لټون له عمليات روان دي ٬ د 9 نورو كسانو مړي موندلې شوي دي۔ وياند وئيلي چې په كشتۍ كښې ناست كسان په حين بداوسے بګوائي كښې يوه مذهبي دستوره كښې ګډون كولو له روان وو۔ هغه ووئيل كشتۍ چلوونكو ته خواست كوم چې د اوورلوډنګ معامله ته تل په جدي توګه پام كوي۔