كېمرون ٬ د مسافر بس او ټرك ترمينځه د ټكر پېښه ٬ 8 كسان مړه ٬ يو شمېر نور ژوبل

یاؤنډے۔2دسمبر(اے پی پی) د كېمرون په مغربي سيمه كښې د مسافر بس او ټرك ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د ځائي پوليس حوالې سره وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د نون ډويژن په هائي وے هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د شګې ډك ټرك بې قابو كېدو سره د بل اړخ نه راروان بس سره ټكر شو۔ د پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ ریسکیو ډلو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي۔