د سندھ بار كونسل سېكرېټري جنرل عرفان مهر د وژنې په ضد په سكھر كښې د وكيلانو احتجاج

سکھر۔1دسمبر(اے پی پی)د سندهـ بار کونسل سېکرټري جنرل عرفان مهر د وژنې په ضد په سکھر کښې وکيلانو سبا د عدالتونو د بائيکاټ اعلان کړی دی. د شورو په ورځ په سکھر کښې د وکيلانو ټولنې د سندهـ هائي کورټ مخې ته د سندهـ بار کونسل مشر عرفان علي مهر د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره وكړه چې پکې ګڼ شمير وکيلانو او وګړو برخه واخسته۔ په دې موقعه د سندھ بار كونسل غړي قربان علي ملانو مظاهرچیانو ته په خطاب کښې ووئيل د زيارت په ورځ به په ټول سكھر كښې د عدالتي كارروايۍ بائيكاټ كولې شي