سناتور محمد قاسم رونجهو د كوئټه او كراچۍ ترمنځ د چلېدونكي بولان ميل پرانسته وكړه

کوئټه۔1دسمبر (اے پی پی) پاکستان رېلوے د کوئټې او كراچۍ ترمنځ چلېدونكې بولان مېل بحال كړې۔ د شورو په ورځ په كوئټه رېلوے سټېشن كښې د سېنېټ د رېلوے قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور محمد قاسم رونجهو د قومي اسمبلۍ غړې منوره منير، سېنېټر رانا محمود الحسن او د ډي اېس رېلوې كوئټه ډويژن محمد علي آفريد سره د بولان ميل پرانسته وكړه۔ سېنېټر محمد قاسم رونجھو دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل چې ټرېن د بې وزلو سورلي ده ٬ د بولان ميل دوه كاله پسې يو وارې بيا پېل كېدل د بلوچستان وګړو لپاره يو په زړه پورې خبر دے۔ ده ووئيل چې ډېر زر به د كوئټې نه د اكبر بګټي اېكسپريس بحالۍ لپاره هم ګامونه پورته كړې شي دغسې چې له مخې ئې كوئټه څخه د هېواد دننه سيمو ته سفر كوؤنكو ته نورې اسانۍ وركړې شي٬ سنېتر محمد قاسم رونجھو ووئيل چې د بلوچستان اسمبلۍ څخه د قرارداد منظورېدو نه وروستو د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ٬ د رېلوے وفاقي وزير سېنېټر محمد اعظم او نورو چارواكو د بولان ميل يو وارې بيا چلولو كښې ډېره مرسته وكړه او نن مونږ خپل نېك مقصد كښې كامياب شوې يؤ۔ سېنېټر محمد قاسم رونجھو ووئيل چې په كوئټه كراچۍ روډ د شپې په وخت د زيات رش دلاسه ترافيكي پېښې رامخې ته كېږي له دې كبله به ډېر زر كوئټه رېلوے سټېشن څخه د نائټ كوچ چلولو انتظامات وكړؤ دغسې چې مسافر د پېښو څخه بچ كولو سره سره دوئي ته د رېل په ډول ارزانه سورلي هم وركړې شي۔