كوئټه ٬ بلوچستان كښې د ويكسينېشن لګولو عمل روان دے

كوئټه 30 نومبر (اے پي پي) نېشنل كمانډ اينډ كنټرول سنټر(اين سي او سي) په سپارښتنه كوئټه بلوچستان كښې د ويكسينېشن لګولو عمل روان دے۔ د كوئټې ايډيشنل ډپټي كمشنر د اړخه جوړو شوو ډلو د كوئټې بيلو سكولونو ، كالجونو ، پاركونو ، ماركيټونو كښې د ويكسين لګولو عمل روان ساتلے۔ دغسې د نادرا سنټر پشين ملازمانو ته ويكسين لګولې شوي ۔ صوبائي انتظاميې له مخې كومو كسانو چې ويكسين نه دې لګولې د هغوې په ضد به قانوني كارروائي كولې شي او دې نه ځانله د هغوې به په پبلك پاركس، ماركيټونو ، بس اډو كښې په داخله بنديز وي۔ صوبائي انتظاميې د اړخه ويكسين كمپائن كاميابولو لپاره هر ډول هڅې روانې دي او د كورونا په ضابطه اخلاق به عمل درآمد باورې كولے شي