تهران 14 مئي (اے پي پي﴾په ايران كښې د 5.7 شدت زلزلې په نتيجه كښې 2 تنه مړه او ګڼ ژوبل شوي۔د اتوار په ورځ د ايران سركاري مېډيا د زلزلې محكمې په اړه ووئيل چې زلزله د تركمانستان پولې سره نزدې سيمه كښې راغلې چرته چې په لويه توګه مالي زيان هم شوے۔زلزله د شمالي خوستان ولايت په بوجنورد ښار كښې د نړيوال معياري وخت ترمخه 6 بجې راغلې …
ايران كښې د زلزلې له امله 2 تنه مړه او ګڼ ژوبل شوي

مزید خبریں
تهران 14 مئي (اے پي پي﴾په ايران كښې د 5.7 شدت زلزلې په نتيجه كښې 2 تنه مړه او ګڼ ژوبل شوي۔د اتوار په ورځ د ايران سركاري مېډيا د زلزلې محكمې په اړه ووئيل چې زلزله د تركمانستان پولې سره نزدې سيمه كښې راغلې چرته چې په لويه توګه مالي زيان هم شوے۔زلزله د شمالي خوستان ولايت په بوجنورد ښار كښې د نړيوال معياري وخت ترمخه 6 بجې راغلې چې په نتيجه كښې ئې 54 كلنه مېرمن او يو ځوان مړ او 370 كسان ژوبل شوي۔د ولولې له امله دې سيمې 40 فيصده كورونو ته زيان رسېدلې۔د امريكې ارضياتي سروے د زلزلې شدت 5.8 ريكار ډ كړې او وئېلې يې دي چې د زلزلې مركز د تركمانستان پولې څخه 50 كلوميټر لرې وو










