سعودي ډوېلپمنټ فنډ د پاكستان سره د غېر ملكي كرنسۍ پانګو او د پېټروليم مصنوعاتو لپاره د 4.2 ارب ډالره په دوو لوظ نامو لاس ليك وكړو

اسلام آباد/كراچي 29نومبر(اے پی پی) سعودي ډوېلپمنټ فنډ د پاكستان سره د غېر ملكي كرنسۍ پانګو او د پېټروليم مصنوعاتو وركولو په لړ كښې د 4.2 ارب ډالره ماليت په دوو بېلو لوظ نامو لاس ليك كړے۔د سعودي ډوېلپمنټ فنډ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سعودي ډوېلپمنټ فنډ بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن احمد بن عقيل الخطيب لخوا د فنډ چيف ايګزېكټو افيسر(سي اي او)سلطان بن عبدالرحمان المرشد د ګل په ورځ د پاكستان سره د 4.2 بلين ډالره په دوه اقتصادي لوظ نامو لاس ليك كړے۔د دې لوظ نامو مقصد د پاكستان په معاشي نمو كښې مرسته كول دي٬د وړومبۍ لوظ نامې له مخې سټېټ بېنك آف پاكستان ته به د غېر ملكي كرنسۍ په پانګو مرستې لپاره 3 ارب ډالره ډيپازټ وركولې شي دغسې چې د كورونا وبا څخه راپېدا شوو معاشي ستونزو مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي۔په دې لوظ نامو د سټېټ بېنك آف پاكستان ګورنر رضا باقر او د سعودي ډوېلپمنټ فنډ سي اي او په كراچۍ كښې د قونصل جنرل بندر بن فهد الدايل په موجودګۍ كښې لاس ليك كړے۔د دوهمې لوظ نامې له مخې سعودي عرب به د 1.2 ارب ډالر پیټروليم مصنوعات پاكستان ته وركوي٬په دې لوظ نامه د پاكستان د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان په اسلام آباد كښې د تجارت وزارت په هېډكوارټر كښې د سعودي ډوېلپمنټ فنډ سي اي او او په پاكستان كښې د خادم حرمين شريفين سفير نواف بن سعيد المالكي په موجودګۍ كښې لاس ليك كړے ۔په دې اړه په خبرو كښې د سعودي عرب ډوېلپمنټ فنډ سي اي او سلطان بن عبدالرحمان المرشد ووئيل په دواړو لوظ نامو د پاكستان د تجارت وزارت او سټېټ بېنك سره ليك شوے۔د دې لوظ نامو مقصد د پاكستان غېر ملكي كرنسۍ پانګو ښه كولو او د پیټروليم مصنوعاتو په رسنه كښې مرسته كول دي دغسې چې پاكستان ته معاشي پرمختګ ترلاسه كولو او د كورونا وبا څخه راپېدا شوو ستونزو مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان د سعودي ډوېلپمنټ فنډ لخوا په وركړے شوې مرسته د حكومت او اولس لخوا د خادم حرمين شريفين٬ولي عهد٬د سعودي حكومت او اولس مننه وكړه۔ده ووئيل دا مرسته به د پاكستان معيشت ښه والي له مرستياله وګړځي او د پاكستان په كرنسۍ رامخې ته فشار به كم شيي٬دغسې د برآمدات ښه والي له به هم مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستان د سعودي عرب لخوا په هر سخت وخت كښې مرستې كولو ته د قدر په سترګه ګوري٬دا مرسته هم د سعودي عرب لخوا په يو داسې وخت كښې كېږي چې پاكستان اقتصادي بحران سره مخ دے۔