ګوادر بندرګاه به د پاكستانيانو د ژوند معيار ښه كولو كښې ډېر لويې او مهم كردار تر سره كړي۔وانګ ون بن

بيجنګ 29نومبر(اے پی پی)د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بن وئېلي دي ګوادر بندرګاه به د پاكستانيانو د ژوند معيار ښه كولو كښې ډېر لويې او مهم كردار تر سره كړي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د بريفنګ په مهال د اے پي پي لخوا د پوښتنې په ځواب كښې كړې۔ده ووئيل د سي پېك پروژې ښې نتيجې رامخې ته شوي او د دې په نتيجه كښې ګوادر پورټ سرفرست دے٬په دې پروژو كښې د اولس خېرښېګړې ته پام لرنه شوې٬ده ووئيل فقير كميونټي سكول او ګوادر ووكېشنل ټريننګ سكول ځايې خلكو ته د پرمختګ او تعليم ښې موقعې وركوي۔