الېكشن كميشن له د ووټ اخستلو په وېډيو د(ن)ليګ او پيپلز پارټۍ په ضد سخته كاروائي پكار ده ۔ سېنېټر شبلي فراز

اسلام آباد 29نومبر(اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې ټاكنو كميسون(اي سي پي) له په مبينه توګه د ووټ اخستو په وېډيو رامخې ته كېدو د(ن)ليګ او پيپلز پارټۍ په ضد سخته كاروائي پكار ده ٬دواړه ګوندونه په هېواد كښې په ټاكنو كښې د ټګۍ كولو او د ووټ اخستو ذمه وار دي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل (ن)ليګ او پيپلز پارټۍ تل په غېر قانوني لارو چارو په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې ځكه چې دواړه اپوزېشن ګوندونه د ټاكنو په مهال د بې ضابطګو اموخته دي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل اپوزېشن ګوندونه په ټاكنو كښې د جديد ټېكنالوجۍ اليكټرانك ووټنګ مشين(اي وي اېم)كارولو په اړه د حكومت د ملاتړ كولو لپاره چمتو نه دي ځكه چې هغوي ته معلومه ده چې په ټاكنو كښې د اي وي اېم كارولو سره به د ټګۍ ټولې دروازې عمر لپاره بندې شي