او آئي سي له به د افغان وروڼو مرستې لپاره راوړاندې كېدل او د افغان اولس انساني ضروريات تر سره كولو لپاره زمونږ اجتماعي هڅې لا تندول وي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته وېنا

اسلام آباد 29نومبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي افغانستان دا مهال د نازك صورتحال سره مخ دے ٬ او آئي سي له به د افغان وروڼو مرستې لپاره راوړاندې كېدل او د افغان اولس انساني ضروريات تر سره كولو لپاره زمونږ اجتماعي هڅې لا تندول وي۔ده د ګل په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خطاب كولو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان په صورتحال غور كولو له د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډې په رابللو سعودي عرب مهم ګام پورته كړے۔پاكستان د دې ګام تائيد او ملاتړ كوي۔ ده ووئېل مونږ د ستمبر په 17مه نېټه كال 02٢١ اسلام آباد كښې د غونډې د كوربتوب وړاندېز هم كړے ٬مونږ باور لرو چې د او آئي سي غړي هېوادونه به د دې وړاندېز تائيد كوي۔ده ووئيل افغانستان د او آئي سي باني غړې دے٬نن زمونږ افغان وروڼو او خوئيندو ته زمونږ زيات زمونږ ضرورت دے۔ده ووئيل افغانستان دا مهال د نازك صورتحال څخه تېرېږي٬په لاكهونو افغانان چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي د خوراك٬داروګانو او نورو ضروري څيزونو رسنې او قلت په سوب يو غېر يقيني سباؤن سره مخ دي۔ده ووئيل او آئي سي له به د افغان وروڼو مرستې لپاره راوړاندې كېدل او د افغان اولس انساني ضروريات تر سره كولو لپاره زمونږ اجتماعي هڅې لا تندول وي٬هغوي ته به سمدستي او پرله پسې مرسته وركول وي او د افغانستان خېرښېګړې او خوشحالۍ لپاره هغوي سره رابطې جاري ساتل پكار دي٬ ده ووئېل زه باور لرم چې غونډه به په هغه اقداماتو غور وكړي كومو سره چې افغانستان ته د ورمخې ته شوو بشري او معاشي مسئلو حل له مرسته ترلاسه شي