القادر پوهنتون د وزيراعظم عمران خان لخوا د جهلم اولس لپاره ډالې ده، پوهنتون به په سوشل سائنسز كښې د نوي جهت اضافه وكړي. چوهدري فواد حسېن

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې القادر پوهنتون د وزيراعظم عمران خان لخوا د جهلم اولس لپاره ډالې ده، پوهنتون به په سوشل سائنسز كښې د نوي جهت اضافه وكړي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې القادر پوهنتون به يوه داسې نړيواله درسګاه جوړه شي چې پكښې د تصوف، اسلام او د سائنسي علومو سكالران پېدا شي. د وزيراعظم د دفتر د ټويټ له مخې وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د القادر پوهنتون د اكېډمك بلاكس پرانسته كوي. دا پوهنتون به په اسلامي تعليماتو، تصوف او په جديد سائنس تحقيق سره سره په ځوان كول كښې د علم او تحقيق ودې نه علاوه د دوي په كردار سازې كښې مهم كردار ترسره كړي.